د کورونا ویروس په اړه حقایق او غلط مالومات (COVID-19)

باور: تاسو کولی شئ د انټي بیوټیکونو یا ملاریا ضد درملو سره د کورونا ویروس درملنه وکړئ

حقیقت: تر اوسه دکورونا ویروس لپاره کوم واکسین یا درملنه نشته.

د نړۍ په کچه څیړونکي د ویروس لپاره د واکسین د رامینځته کولو لپاره سخت کار کوي. د واکسین ډیر نوماندان دا مهال په کلینیکي ازموینو کې دي. په هر صورت، موږ نه پوهیږو چې د واکسین جوړونه به څومره وخت ونیسي.

څیړونکي د نوي او اوسمهال موجود درملو کارولو ته هم ګوري چې ممکن د کورونا ویروس په درملنه کې مرسته وکړي. د مثال په توګه، د ویروس ضد درمل د ریمیډسویر په نوم یادیږي، په آسټرالیا کې لنډمهاله منظوري ترلاسه کړې ترڅو د ډیر سخت COVID-19 ناروغانو درملنه وکړي. نور درملو چې څیړنې کیږي د ارترایتس، ملاریا او اچ آی وي درملنه شامله ده. دا درمل به د کورونا ویروس درملنه ونکړي، مګر ممکن د هغو خلکو شمیر کم کړي چې ویروس ترلاسه کوي او د قضیو شدت کم کړي.

نو له همدې امله مهم دی چې د لاس او تنفسي حفظ الصحې په ښه تمرین کولو سره خپل ځان خوندي کړئ، فزیکي واټن وساتئ، په کور کې پاتې شئ او ازموینه وکړئ که تاسو ناروغ یاست، او ماسک واغوندئ که چیرې تاسو په داسې سیمه کې یاست چې په ټولنه کي يي لیږد ډیر وي، په ځانګړي توګه کله چې د فزیکي واټن ساتل ستونزمن وي.

باور: ماشومان د COVID-19 "ډیر ښه خپروونکي" دي

حقیقت: په داسې حال کې چې کوچني ماشومان په عمومي ډول د میکروبونو او کړیو "ډیر ښه خپروونکي" پیژندل شوي، لکه د انفلونزا لپاره، د COVID-19 لپاره اوسني شواهد وړاندیز کوي چې په ښوونځیو کې د ماشوم څخه تر ماشوم لیږد غیر معمولي دی. سربیره پردې، په نړۍ کې هیڅ داسې مالومات نشته چې وښیې د دې ویروس ډیر خپریدل کوچني ماشومانو سره پیښ شوي. که څه هم دا امکان لري، شواهد اوس وړاندیز کوي چې ماشومان د ویروس ډیر ښه خپروونکي ندي چې د COVID-19 لامل کیږي.

باور: آسټرالیا نشي کولی کافي طبي تجهیزات او اکمالات ترلاسه کړي (وینټیلټرونه، ماسکونه، د ازمویني بسته)

حقیقت: آسټرالیا د د منحنی په سیخولو کولو کې خورا بریالي ده، د دې معنی دا ده چې موږ په خپلو روغتونونو کې د ډیریدونکي فشار څخه ډډه کړې ده.

موږ په اسټرالیا کې کافي شخصي محافظتي تجهیزات لرو، چې ډیر یې په اسټرالیا کې تولیدیږي او هر وخت آسټرالیا ته استول کیږي. د مثال په توګه، د طبي ملي زېرمه لاهم په ښه توګه اکمال ده او تر 2021 کال پورې یې د نیم میلیاردو ماسکونو د زیاتوالي غوښتنه کړي ده.

د آسټرالیا حکومت ته مشورتي کمیټې، په شمول د مواصلاتي ناروغیو شبکې آسټرالیا او د عامې روغتیا لابراتوار شبکه، د COVID-19 ازموینې اړتیاو په اړه د لارښوني بیا ارزولو لپاره په مکرر ډول سره ناستې کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې  COVID-19 ته زموږ د عامې روغتیا غبرګون ملاتړ لپاره لازمي معاینه ترسره کیږي.

باور: د آسټرالیا روغتونونه به ونشي کولی د COVID-19 له امله د اضافي غوښتنو سره مقابله وکړي

حقیقت: آسټرالیا د د منحنی په سیخولو کې خورا بریالی ده، د دې معنی دا ده چې موږ په خپلو روغتونونو کې د ډیریدونکي فشار څخه ډډه کړې. آسټرالیا د نړۍ په کچه روغتیایی سیسټم لري چې د COVID-19 وبا په جریان کې که اړتیا وي د اضافي غوښتنې پوره کولو لپاره مناسب ځای لري. پدې کې د آسټرالیا د حکومت، د ایالت او سیمې حکومتونو او خصوصي روغتیايي سکتور ترمینځ د همکاري له لارې د روغتون اضافي بسترونو، طبي تجهیزاتو، اکمالاتو، او طبي کارکوونکیو ظرفیت شامل دی.

باور: د دوه اونۍ په بندیز به د COVID-19 خپریدل ودروي

حقیقت: د دوه یا دریو اونیو لپاره د محدودیتونو وضع کول او بیا د هغې لرې کول او زموږ عادي ژوند ته بیرته راستنیدل به د COVID-19 خپریدل و نه دروي.

د COVID-19 سره ډیر خلک یوازې لږ یا هیڅ نښې نلري. یوازې د دوه اونیو د بندیز خطر دا دی چې هغه خلک چې COVID-19 نښي ولري ممکن په ناڅاپي ډول نورو خلکو ته ویروس خپور کړي کله چې د بندیز نه وروسته هرڅه خلاص شي.

د COVID-19 د خپریدو په ورو کولو کې د مرستې غوره لاره د لاس او تنفسي حفظ الصحې په ښه تمرین کول، فزیکي واټن ساتل، په کور کې پاتې شئ او ازموینه وکړئ که تاسو ناروغ یاست، او ماسک واغوندئ که چیرې تاسو په داسې سیمه کې یاست چې لیږد يي ډیر او د فزیکي واټن ساتل امکان ونلري.

زموږ د روغتیا ماهرین به په آسټرالیا کې هره ورځ د نوي قضیو شمیر څارلو ته دوام ورکړي او دا قضيي چیرې چې پیشیژی. دوی به بیا د شواهدو پراساس وړاندیزونه د نوي مقرراتو یا محدودیتونه چې نافذ کیدو ته يي اړتیا وي وکړي. هرڅوک باید د www.australia.gov.au په لیدو سره د اوسني محدودیتونو څخه با خبرخ اوسي.

باور: د ټولو په ازموینی سره به د کورونا ویروس خپریدل ودریژي

حقیقت: ازموینې د ویروس خپریدل نه دروي

د COVID-19 د کنټرولو لپاره د اصلي ستنو څخه پر وخت، د اندازه کولو دقیق تشخیصي ازموینه ده. تشخیصي ازموینې د ناروغۍ د وبا د پیژندلو، د قضیې او اړیکې مدیریت کولو او په پای کې د ویروس د لیږد په کمولو کې مهم رول لوبوي.

په هرصورت،د  COVID-19 ازمویني منفي پایله پدې معنی ندي چې تاسو په کي خطر نه یاست، یا نورو ته خطر نه یاست. تاسو کولی شئ COVID-19 ازمویني ته منفي پایله ولري وروسته له هغه چې تاسو د SARS-CoV-2 (ویروس چې د COVID-19 لامل کیږي) اخته شوي مګر مخکې لدې چې تاسو يي نښې ولري. له همدې امله دا خورا مهم دي چې د ښه حفظ الصحې او فزیکي واټن تمرین وکړئ، او په کور کې پاتې کیدل کله چې د ناروغي احساس وکړئ. دا کړنې، د هدفمند ازموینې سره یوځای د COVID-19 او نورو ساري ناروغیو لیږد په مخنیوي کې مرسته کوي، او د آسټرالیا په روغتیايي سیسټم غوښتنه کموي.

په یوه سیمه کې د قضیو شمیر او پیښو ډیریدلو لپاره د عامې روغتیا مدیریت ته د بریالیتوب اړتیا ده چې ازموینې باید د احتیاطي کنټرول ساتلو او د لابراتوار پایښت ساتنې او ساحې ظرفیت ساتنې تر منځ سم انډول ساتلو لپاره په دقت سره په نښه شي.

د آسټرالیایانو پراخه ازموینه چې هیڅ نښې ونلري (asymptomatic) په کلکه ترینه ډډه کوو. د ازموینې دا تګلاره نه د ایپيډیمولوژیک پلوه سمه ده او نه هم د ناروغۍ لیږد پیژندلو لپاره د لګښت مؤثره لاره ده. د آسټرالیا حکومت په دې پوهیږي چې ممکن د ناروغۍ کنټرول او نظارت کولو اهدافو لپاره په ځانګړو شرایطو کې اسیمپټوميتک ازموینې لپاره رول شتون ولري. پداسې شرایطو کې چي د پراخېدو تنظیمات، د ټیټو پیښو سیمو ته د لیږد ډیر خطر لرونکي نفوس، او هغه کسان چي د پام وړ د لوړ خطر او کمو پیښو ساحو کي، او هغه کسان چې د لوړ خطر د لیږد ترتیباتو کې دي که چیرې په ناروغۍ اخته شي د جدي ناروغۍ خطر لري.

د آسټرالیا حکومت وړاندیز کوي چې د ازموینې ستراتیژي، د غیر عضوي خلکو لپاره د کار ځای د سکرینینګ برنامې په شمول د عامې روغتیا چارواکو او لابراتوار رییسانو سره په مشوره رامینځته شي. دا د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې ترټولو مناسب او مؤثره لارې وګومارل شي. د اسیمپټومیټیک ازموینې په اړه د آسټرالیا د حکومت دریځ په اړه د نورو مالوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د روغتیا ریاست ویبپاڼه Department of Health website وګورئ.

باور: د ازمویني بستي (kits) سمي ندي

حقیقت: په آسټرالیا کې د COVID-19 ازموینې خورا دقیقي او سمي دي. په آسټرالیا کې د ازموینې ټول میتودونه په پراخه کچه تایید شوي. د معالجوي توکو د اداره (TGA) لخوا يي له نږدې څارنه کوي او د کیفیت د تضمین د برنامو د لازمي برخه اخیستنې له لارې چې په ځانګړي ډول د SARS-CoV-2 (ویروس چې د COVID-19 لامل کیږي) لپاره رامینځته شوی.

په آسټرالیا کې، په لابراتوار کې میشته پولیمیرس د عکس العمل ازموینه (PCR) د سرو زرو معیاري ازموینه ده چې ستاسو په بدن کې د حاد SARS-CoV-2 انفیکشن تشخیص لپاره کارول کیږي، او د معاینې ترسره کولو لپاره د تنفس نمونې راټولولو ته اړتیا لري. د PCR ازموینې خورا حساس دي او د جنیټیک کوچنۍ کوچنۍ ټوټې کشف کوي چې د تنفس نمونې کې SARS-CoV-2 لپاره ځانګړي دي.

په آسټرالیا کې د ازموینې هرې نوې ټیکنالوژي د TGA لخوا د خورا احتیاطي ارزونې ته اړتیا لري ترڅو د پایلو کیفیت او اعتبار يي یقیني کړي او د دې قانوني تحویلۍ وړ يي کړي. د تازه مالوماتو لپاره چې د COVID-19 ازموینې په اړه د آسټرالیا د درملنې سامانونو راجستر کې شامل دي، مهرباني وکړئ د TGA ویبپاڼه www.tga.gov.au/covid-19-test-kits-included-artg-legal-supply-australia وګوري.

باور: کورونا ویروس یو درواغ دي

حقیقت: COVID-19 د کورونا ویروس (SARS-CoV-2) له امله رامینځته کیږي، کوم چې د ویروسونو د لوی کورنۍ برخه ده چې کولی شي په انسانانو او حیواناتو دواړو کې د تنفسي انتان لامل شي. دا انتانات له عامې ریزش څخه تر جدي ناروغۍ پورې وي. COVID-19 د خلکو په منځ کې د څاڅکو او د ککړو سطحو له لارې خپریږي.

په آسټرالیا کې، د ویکټوریا انتاني ناروغیو ریفرنس لابراتوار (VIDRL) د انفیکشن او معافیت لپاره د پیټر دوحرتي په انسټیټیوټ کې، له چین بهر لومړنی لابراتوار و چې د SARS-CoV-2 جلا کړ. VIDRL دا جلا شوي ویروس د نورو آسټرالیا لابراتوارونو، د نړیوال روغتیا سازمان او نورو هیوادونو سره شریک کړی ترڅو د COVID-19 لپاره د تشخیصي ازموینو پرمختګ، اعتبار او تصدیق وړ کړي.

آسټرالیا خوشبخته ده چې د عامه او خصوصي رنځپوهنې لابراتوارونو کارپوه شبکې لخوا ملاتړ کیږي چی د SARS-CoV-2 کشف او تاییدولو وړتیا لري. د دې لابراتوارونو د ازموینې ظرفیت دا وړتیا لري چي د منحني په سیخولو کي او د نورو هیوادونو کې لیدل شوي د انفلونزا ویجاړونکي کچې څخه مخنیوي کې د بریا لپاره اړین دی. د COVID-19 سره د خلکو شمیر او د ناروغۍ څخه د مړو شمیر په اړه مالومات په آسټرالیا او په نړۍ کې راټول شوي. دا مالومات هره ورځ د آسټرالیا د روغتیا څانګې  لخوا Australian Department of Health خپاره کیږي.

باور: ماسکونه غیر موثر او یا / غیر محفوظ دي.

حقیقت: ماسکونه، کله چې د نورو احتیاطي ګامونو لکه ښه حفظ الصحه، فزیکي واټن څخه کار اخیستل، او په کور کې پاتې کیدل او ازموینه تر سره کول کله چې ناروغ یاست، د COVID-19 د خپریدو په ورو کولو کې مرسته کوي.

د ډیرو تنفسي ویروسونو په څیر، SARS-CoV-2  (هغه ویروس چې د COVID-19 لامل کیږي) په عمده ډول د ویروس لرونکي څاڅکو لخوا خپریږي، کوم چې کله اخته شوي کس خبرې، ټوخی یا پرنجیدل کوي. همداز خپریدل د ککړ ځمکو له لارې کیدای شي. هغه کس چي د تنفسي ویروس انتان درلودونکي وي ماسک کارولی شي ، پشمول د COVID-19، له نښو پرته یا د نښو سره، د ناروغ د تنفسي قطعاتو په کمولو سره د نورو ساتنه وشي. ماسکونه د روغتیا او پاملرنې کارکونکیوو لخوا کارول کیږي ترڅو خپل ځان خوندي وساتي کله چې دوی په تنفسي انتان اخته شخص څخه پشمول د COVID-19 د فزیکي واټن ساتلو امکان ونلري.

د ماسک اغوستل د COVID-19 د خپرولو په ورو کولو کې یوازې یو ګام دی او د نورو احتیاطو کارونو ځای ناستی نه دی. دا مهم دي چې د لاس او تنفسي حفظ الصحې تمرین ته دوام ورکړئ، فزیکي واټن، او په کور کې پاتې شي او کله چې ناروغ وي ازموینه وکړي.

هیڅ داسې شواهد شتون نلري چې د ماسک اغوستل غیر محفوظ دي یا د اکسیجن نشتوالی د ستونزو لامل کیږي. د روغتیايي پاملرنې چمتو کونکي د دې ستونزو پرته د ډیرو کلونو لپاره د اوږدې مودې لپاره ماسکونه اغوستي.

دې ویب پاڼه څخه په منظم ډول لیدنه کوي ترڅو د COVID-19 په اړه د آسټرالیا حکومت په ځواب کې د کلیدي پرمختګونو په اړه خبر اوسئ.

SBS ستاسو په ژبه کې د COVID-19 په اړه یو لړ مالومات لري. تاسو کولی شئ د دولتي مالوماتو ژباړلو لپاره د موبایل تلیفون اپ او براوزر هم وکاروئ. د هغه لټون وکړئ چې ستاسو اړتیاوې پوره کړي.

د نورو مالوماتو لپاره په انګلیسي ژبه، www.australia.gov.au وګورئ.