د کورونا ویروس په اړه حقایق او غلط مالومات (COVID-19)

غلط: تاسی کولی شی د کورونا ویروس درملنه په انتي بیوټیکو یا د ملاریا ضد درملو سره وکړې

صحیح: تر اوسه د کورونا ویروس لپاره کوم واکسین یا درملنه نشته ده.

څیړونکي د نړی په کچه د ویروس لپاره د واکسین رامینځته کولو لپاره سخت کار کوي، مګر موږ نه پوهیږو چي دا به څومره وخت ونیسي. اټکلونه د 12 تر 18 میاشتو تر مینځ ویل کیژي.

څیړونکي د بیلابیل درملو کارولو ته هم ګوري چي ممکن د کورونا ویروس درملنه کې مرسته وکړي. په ګدون د مفصلونو، د ملاریا ضد او د اچ اي وي درملونو دي. دا به د کورونا ویروس درملنه ونکړي مګر دا ممکن د هغو خلکو شمیر کوم چي په ویروس اخته کیژی کم او هم د مرض شدت کم کړي.

نو له همدي امله دا مهمه ده، چي د کورونا ویروس لپاره د واکسین یا درملنې انتظار و نه کړئ – او له همدي امله د استرالیا لخوا د عامې روغتیا ډیر تدابیر نیول شوي دي.

غلط: ماشومان د کورونا ویروس "ډیر زیات خپریدونکي" دي

صحیح: پداسې حال کې چې ماشومان په عمومي ډول د میکروبونو او کړیو "ډیر زیات خپریدونکي" پیژندل شوي، يقینآ د انفلوانزا لپاره دوی کیدي شي، اما د کورونا ویروس د قضیه سره داسي نه ښکاري. تر اوسه پوري داسي ندي. په نړی کي هیڅ داسي مالومات نشته چي وښیی دا ویروس د ماشومانو سره خپریدلي وي. خو موږ يي هم نه ردوو. مګر ټول شواهد دا دي چي دوي د کورونا ویروس ډیر زیات خپریدونکي ندي.

غلط: استرالیا نشي کولي کافي طبي تجهیزات او اکمالات (وینتیلیترونه، ماسکونه، د ازمایش بستي) تر لاسه کړي

صحیح: ډیر ساده پیام ناروغانو او په خصوص روغتیایی کارکوونکو ته چی د دوی پاملرنه کوي دا دی، چي – هو، استرالیا د دي ناروغی سره د مبارزې لپاره کافی تجهیزات لري. سر بیره پر دي، د نړیوالي غوښتنې له امله د تدارکاتو او تولید ظرفیت څخه د تست کولو اړوند پر ټولو اکمالاتو باندې فشار دي.

کارکوونکي باید ډاډه اوسي چي شخصي محافظتي تجهیزات په دوامداره ټوګه رارسیژي، پدې مانا چي ناروغان به يي په بدل کي تر ټولو غوره پاملرنه ته لاسرسي ولري. د مثال په توګه، ملی طبي ذخیره تر 10 میلیونه دیر ماسکونه په ذخیره کي لري. د استرالیا حکومت د اضافي ماسکونو د ذخیره کولو لپاره کار ته دوام ورکوي تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې طبي ذخیره په ښه دول سنبهال شوي وي، او استرالیا دومره شخصی محافظتي تجهیزات لري چي زموږ طبي مسلکیانو سره د وبا په خپریدو مرسته وکړي. پدي کی د کورني تولیدي ظرفیت لوړول هم شامل دي.

په استرالیا کي معمولا د 2,200 (ventilated) فینتیلیتد بسترونه په روعتونو کي شتون لري. په تیرو شپږو اونیو کي د انستیتک ماشینونو او نورو تجهیزاتو کي په تغییر رواستلو سره، اوس موږ 4,400 فینتیلیتد بسترونه لرو، او موږ یي د 7,500 جوړولو په لته کي یو. د اپریل په پیل کې، د کورونا ویروس ناروغانو شمیر چي سختي پاملرني واحدونو کي فینتیلیتر ته یی اړتیا درلوده 20 کسان وه.

د استرالیا ساري ناروغیو شبکي هره ورځ د ازمویني اړتیاوو په اړه غوندي، ارزوني او لارښووني کوي، چي یوازي اړیني ازمویني وشي.

غلط: د کورونا ویروس له امله د متقاضیانو په ډیریدو د استرالیا روغتونونه په وس کي به نه وي.

صحیح: د استرالیا دولتي او خصوصي روغتونونه د کورونا ویروس پر وړاندي په مبارزه کي لاس یو کړي دي. په یوه تاریخي شراکت کي د استرالیا حکومت، ایالتی او سیمييزو حکومتونو او خصوصي روغتونونو سکتور به د کورونا ویروس سره په مبارزه کي د مرستې لپاره په ملي کچه 34,000 بسترونه او 105,000 طبي کارکوونکي په ملي کچه چمتو کړي.

خصوصي سکتور به عامه ناروغانو ته د روغتون خدمتونه چمتو کړی، د هغوی تجهیزات، بسترونه، اکمالات او کارکوونکي به د عامه سیستم سره په ضمیمه کیدو چمتو کړي.

دوي به د اوږدي مودې لپاره د عامه روغتون د ملی معلولیت بیمې سکیم برخه اخیستونکو او د عمر لرونکو پاملرني ناروغان او د عمومي اړتیاو ناروغانو څخه ملاتړ وکړي.

دا شراکت به ډاډ تر لاسه کړي چې د استرالیا د نړئ په کچه د روغتیا سیستم چمتو او د ناروغانو درملنه باندې تمرکز کوي لکه څنګه چي د وبا په وخت اړتیا ورته شته ده.

غلط: د دوو اونیو قیود به د کورونا ویروس د خپریدو مخه ونیسي

صحیح: د دوو یا دریو اونیو لپاره د محدودیتونو وضع کول او بیا د هغوی لري کول او بیرته عادی ژوند ته ستنیدل به د کورونا ویروس مخه ونه نیسي.

یوازی د دوو اونیو قیود خطر دا دی چي کورونا ویروس به خپل ناوړه سر بیرته پورته کړي، کیداي شي د تیر په پرتله ډیر جارحانه وي.

ځیني خلکو پوښتنه کړې چي ولي موږ د نورو هیوادونو په څیر مکمل قیودات ندي وضع کړي. د دې ځواب به دا وي چې، د ایتالیا، هسپانیي او ایران په څیر هیوادونو او په چین کي د ووهان په څیر ښارونه، چیري چي دا پیښي پیل شوي، موږ د هغه حالت نه مخکی یو.

د وخت په تیریدلو سره کله چي روغتیایی کارپوهان پوه شول چي څه پیښ شوي، کورونا ویروس د کنټرول څخه بهر او د ځنګل د اور په څیر خپریدا. له همدی کبله په دي هیوادونو کي روغتونونه د دي مرض د سختو نښو ناروغانو سره د مبارزی کولو نه د  دوی د وس نه خبره وتلی وه.

زموږ د روغتیا متخصیصین به په استرالیا کی هره ورځ د نويو قضیو شمیر او د خپریدو ځای څارني ته دوام ورکړي. دوي به بیا د شواهدو پر اساس د نويو مقرراتو یا محدودیتونه چه ورته اړتیا وي وړاندیزونه کوي. هر څوک باید د اوسنیو محدودیتونو څخه د www.australia.gov.au په لیدلو سره ځان با خبره وساتي.

غلط: د ټولو تست کولو به د کورونا ویروس د خپریدو مخه ونیسي

صحیح: تست کول د ویروس د خپریدو مخنیوی نه کوي.

د هر ویروس په څیر، COVID-19 له یو شخص څخه بل ته حرکت کوي. یوازې ټولنیز واټن هر وخت کي، او په کور کي قرنطین کول که تاسي ناروغ یاست د ویروس د خپریدو مخه نیسي.

د COVID-19 دي تصدیقو لپاره تست کول چي ایا کوم څوک چي نښې او نښانې څرګندوي زموږ سره مرسته کوي چي د ناروغي خپریدل وڅارو او د خپریدو مخه یی ونیسو. که موږ پوه شو چي څوک يي لري، نو هغه شخص کولی شي ځان ګوښه کړي او موږ دا تعقیب کوو چي دوی له چا سره اړیکه درلوده او د خپریدو خطر يي کموو.

په هر صورت، د COVID-19 د تست منفی نتیجه پدي مانا نده چي تاسي ځان ته او یا بل کس ته خطره نه یاست. کیداي شي ستاسي د COVID-19 تست منفی نتیجه ورکړی وي کله چي تاسی پری اخته شوی یي مګر مخکي لدینه چي تاسي یي نښی نښانی وښيي. کیدای شی ستاسی تست یوه ورځ منفي او په بله ورځ یي COVID-19 نیولي وي. له همدي کبله دا خورا مهم دي چي د ښه نظافت او ټولنیز واټن پلي کړي، او پرته له لازمي کار څخه په کور کي پاته شي. دا نه یوازي د COVID-19 د خپریدو مخه نیسي بلکه د نورو ناروغیو خپریدلو مخه هم نیسي، چي زموږ په روغتیایي خدماتو فشار هم کموي.   

غلط: د تست بسته کټنی سمي ندي

صحیح: د COVID-19 د تستولو لپاره اوس هغه څه کاروی چي (nucleic acid amplification (Polymerase chain reaction (PCR)) نومیږي، کوم چي ډیر صحیح دي. پدی تست کي یو صحی متخصص د شخص د ستوني او پوزې څخه نمونه اخلي. اوسمهال، د تست ټول مواد په بهر کي او په ځانګړی توګه په اروپا او اسیا کې تولیدیږي. پداسي حال کي چي ډیر عرضه کونکي د تست مواد او لابراتورونه په ایالتونو او سیمو کې بیلابیل برخي کاروي، مهم حقیقت دا دي چي دوی د تست ورته میتودونه کاروي. د ټولو تقاضا کونکیو د تست د موادو پر تدارکاتو باندي فشار اچولي ځکه چي نړیواله تقاضا د تدارکاتو او تولید څخه خورا زیاته ده. د پاملرني نقطه چي د انتی بادی تست د تشخیص لپاره سم ندی او له همدل کبله د دي موخه لپاره وړاندیز نه ورته کیژي. 

د استرالیا حکومت د لابراتوارنو سره د عامي روغتیا د لابراتوارو د شبکي له لاري له نږدي کار کوي تر څو اکمالات خوندي کړي او د اکمالاتو بدیلونه هم وپلټي تر څو ډاډ تر لاسه شي چي د استرالیا د کورونا ویروس لپاره د ازمویني ظرفیت او وړتیا وساتي.

 

دی ویبپاني ته په منظم ډول ورشي تر څو د استرالیا د حکومت ځواب د COVID-19 په اړه او د کلیدي پرمختګونو څخه با خبره واوسي.

SBS ستاسو په ژبه د COVID-19 په اړه یو لړ مالومات لري. تاسو همدا راز کولي شي د ګرځنده تیلفون آپ او د براوزر په وسیله د حکومت مالومات د ترجمی لپاره وکاروي. د هغه لټون وکړئ کوم چي ستاسی اړتیاوي پوره کوي.

اضافي انګلیسي مالومات په www.australia.gov.au کي وګورئ.