د سوداګریو لپاره

د ډندي ساتني (JobKeeper) غزول (دوام ورکول)

د ډندي ساتني تادیه، کوم چې په اصل کې تر 27 سپتمبر 2020 پورې دوام درلود، اوس به د شرایطو وړ سوداګریو (د ازاد شغل په ګدون) او د غیر انتفاعی ادارو لپاره تر 28 مارچ 2021 پوري دوام ومومي.

د راتلونکو بدلونونو لنډیز لپاره، مهرباني وکړي او treasury.gov.au/coronavirus/jobkeeper/extension وګوري.

د دنډي ساتني (JobKeeper) تادی ات

د دولت د دنډي ساتني تادیات یوه موقتی سبسیدی د سوداګريو لپاره چي د کورونا ویروس (COVID-19) له کبله د پام وړ اقتصادی اغیزمن شوي دي.

وړ ګمارونکي، کسبه کار او نور شرکتونه کولی شي د خپل مستحق کارکوونکي لپاره د کار ساتني تادیاتو ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي. دا به د ATO لخوا هره میاشت کار ورکونکي ته په تادیات کې ورکړل شي.

سوداګرۍ کولی شي د ATO د سوداګرۍ پورټل له لارې د کارساتني تادیې لپاره نوم لیکنه وکړي، د ATO آنلاین خدماتو کې د MyGov په کارولو سره که تاسو کسبه کار یاست یا د راجسټر شوي د مالیه یا BAS اجنټ له لارې یی کولي شي.

د ATO لخوا د موجود د کارساتني ملاتړ او مرستې په اړه د مالوماتو لپاره www.ato.gov.au/JobKeeper ته لاړشئ.

د بیلونو او معاشونو ادا کولو لپاره د نغدي پیسو جریان درلودل

وړ سوداګرۍ او غیر انتفاعي موسسې (NFP) سازمانونه چې کارکوونکی استخداموي د $20,000 څخه تر $100,000 ډالرو پورې نغدي پیسو د جریان لوړول د خپل میاشتني او دری میاشتني (ربع) د فعالیتونو بیان په ورکولو سره د مارچ 2020 تر سپتمبر 2020 وِي.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره:

روزنه او د دنډي زده کړه (Apprentices and trainees)

د استرالیا حکومت په دوامداره ټوګه د استرالیا د مهارت لرونکي کاري ځواک د پرمختګ ملاتړ کوي او د مستحقو سوداګریو سره د دنډي زده کړی او د روزني کارکوونکیو د ساتلو لپاره د 50 فیصده معاش تر $21,000 پوري د سبسیدي مرسته کوي.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره:

کریدیت او پورونه (Credit and loans)

د کورونا ویرس SME تضمین شوي نوی سکیم پدې مانا چې تاسو ممکن د راتلونکو میاشتو په اوږدو کې د ملاتړ کولو لپاره د برخه اخیستونکو پور ورکونکو څخه اضافي پورونو ته لاسرسی ومومئ.

حکومت به د پورونو لپاره د SME پور ورکونکو ته 50 فیصده تضمین چمتو کړي چې د کاري پانګې لپاره وکارول شي.

همدا راز دولت د پور ورکونکیو لپاره د پور ورکولو مسؤل مکلفیتونو څخه معافیت وړاندې کوي کوم چې موجوده کوچني سوداګریزو پیرودونکو ته کریډیټ چمتو کوي.

دا معافیت د شپږو میاشتو لپاره دی او د سوداګرۍ موخو لپاره د هر ډول کریډیټ، پشمول د نوي کریډیټ، د کریډیټ حد ډیروالی او د کریډیټ تغییراتو او تنظیمولو باندې تطبیق کیږي.

د سیمو او سکتورونو ملاتړ کول

حکومت د ټولنو، سیمو او صنعتونو ملاتړ لپاره 1 ملیارد ډالر ځانګړي کړي دي کوم چې د کورونا ویروس د ناروغۍ څخه خورا اغیزمن شوی. دا مرستې به د ناروِغي پرمهال د مرستې او د بیا رغونې سره د ملاتړ لپاره شتون ولري. سربیره پردې، دولت تر 715 ملیون ډالرو پورې د یوي بستي له لارې زموږ د هوایی صنعت سره مرسته کوي.

د کارجوړولو (Jobmaker)

لنډ مهاله پلان د سوداګريو د ملاتړ لپاره

د 2020-21 د بودیجۍ د یو برخي په توګه، دولت یو لړ اقدامات پلي کوي چی د سوداګریو سره د کورونا ویروس (COVID-19) وبا د اغیزو څخه د بیا روغوني لپاره مرسته کوي.

دا اقدامات د مالیي امتیازاتو تخفیفونه، کمښت، او د مالیي په وخت د شتمنیو استهلاک دي. دا به د سوداګریو سره د 2020-21 او 22-2021 مالي کلونو لپاره د COVID-19 اقتصادي اغیزو څخه د سوداګریو ملاتړ وکړي.

پدي اقداماتو کی شامل دي:

  • د Jobmaker د استخدام کریدت
  • لنډ مهاله مکمل لګښت
  • د زیان بیرته وړل (Loss carry back)
  • د سوداګری د پانګوني ملاتړکول – د استهلاک ګړندي کول
  • د شتمنیو فوري ایسته کول (write-off)
  • د کوچني سوداګري د اخیستنی (درامد) حد ډیرول

د لا زیاتو مالوماتو لپاره ato.gov.au/JobMakermeasures ته ورشي.