د وګړو او کورنیو لپاره

د کور څخه نه ایستل

د ایالتي او سیمه ایز حکومتونو لخوا به د شپږو میاشتو لپاره به د کورونو څخه د ایستلو مخه ونیول شي. د کور مالکین او کرایه کونکي هڅول کیږي چې د لنډمهاله تړونونو په اړه وغږیږي. د نورو جزیاتو لپاره د خپل اړوند ایالت یا سیمې حکومت څخه مالومات واخلي.

د متقاعدینو لپاره د حد اقل د وتلو لپاره اختیارونه

د حساب پر اساس تقاعد او ورته محصولاتو لپاره حد اقل د وتلو لپاره 50% د 2019-20 او 2020-21 عایداتو کلونو لپاره راټیټ شوي، ترڅو د COVID-19 وبا ناروغۍ په پایله کې په مالي بازارونو کې د پام وړ زیانونو کمولو کې مرسته وکړي.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره www.ato.gov.au/drawdown وګوري.

د ډندي ساتني (JobKeeper) تادیات

د دولت د ډندي ساتني تادیه د هغو سوداګریو لپاره لنډ مهاله سبسیدي وه چې د کورونا ویروس  COVID-19  لخوا خورا اغیزمن شوی وو.

مستحق یا وړ کارګمارونکي، د ازاد شغل لرونکي او نور شرکتونه کولي شول د ډندي د ساتني د تادیاتو د تر لاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي. دا به هره میاشت کارګمارونکي ته د ATO لخوا تادیه کیدله.

سوداګري کولي شي د ډندي د ساتني تادیاتو لپاره د ATO د سوداګري پورتل له لاري نوملیکنه وکړي، که چیري تاسي ازاد شغل، یا د راجستر شوي tax یا BAS اجنت وی د ATO په انلایني خدماتو کي د myGov په کارولو سره نوملیکنه کولي شوله.

د کار ساتني د تادیاتو د مالوماتو لپاره www.ato.gov.au/JobKeeper ته ورشي.

د کار جوړونکي استخدام کریدت (JobMaker Hiring Credit Scheme)

 یو هڅونکي سکیم د سوداګریو لپاره دي چي اضافي ځوان کار لتونکي 16-35 کلونو پوري استخدام کړي.

مستحق کارګمارونکي کولي شي د هر مستحق اضافي کارکوونکي کریدت تادیاتو ته لاسرسي ولري که 7 اکتوبر 2020 تر 6 اکتوبر 2021 پوري یی استخدام کړي.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره www.ato.gov.au/jobmakerhiringcredit وګوري.

د سیستم خوندي او منصفانه ساتل

د هغه درغلیو په اړه مواظب اوسي کوم چې هڅه کوي تاسو د پیسو په ورکولو یا ستاسو د شخصي معلوماتو په ورکولو تاسي ته تیر (فریب) باسي.

درغلي کونکي به اکثرا داسي وښيي چي د معتبرو سازمانونو څخه دی، لکه د آسټرالیا د مالیاتو دفتر (ATO). که تاسو ډاډه نه یاست چې ایا د ATO تعامل ریښتینی دی، ځواب مه ورکوئ. تاسو کولـــی شئ د ATO Scam Hotline ته په  1800 008 540 زنګ ووهي یا د نورو مالوماتو لپاره د www.ato.gov.au/scams څخه لیدنه وکړئ.

د دولت تادیات او خدمات

د استرالیا خدمات (Services Australia) ممکن تاسو سره مالي مرسته وکړي حتی که تاسو د سنترلینک څخه تادیه نه ترلاسه کوي. تاسو اړتیا نه لرئ چي د خدماتو مرکز ته لاړ شئ. تاسو کولی شئ زموږ د ځانی خدماتو (self-service) اختیارونه وکاروئ. تاسو کولی شئ ټولنیز کار کونکي ته هم لاسرسی ومومئ. که تاسو اوسمهال زموږ پیریدونکي یاست، د کورونا ویروس (COVID-19) له امله زموږ په تادیاتو او خدماتو کې بدلونونه شتون لري. په یو شمیر ژبو کې د نورو مالوماتو لپاره servicesaustralia.gov.au/covid19 ته لاړشئ.