روغتیا
روغتیايي مالومات
که تاسو جدي نښې ولرئ لکه په ساه اخستلو کي ستونزه، مهرباني وکړئ د عاجل طبي مرستې لپاره 000 ته زنګ ووهئ.
د کورونا ویروس نښې په لاندې ډول دي:
- تبه
- تخیدل
- د ستوني خوږ
- د ساه لنډۍ.
په نورو علایمو کي: اوبګینه پوزه، سر خوږ، عضلات یا مفصلونو خوږ، خواګرځیدنه، اسهال ، استفراغ، د بوی احساس له لاسه ورکول، د خوند احساس بدلیدل، د اشتها له لاسه ورکول او ستړیا شامل دي.
که تاسو ناروغ یاست او فکر کوئ چې ممکن تاسو کورونا ویروس ولرئ، روغتیايي مرسته وغواړي.
د نورو مالوماتو لپاره تاسو کولی شئ د ملي کورونا ویرس د مرستي لیکه ته په 080 020 1800 باندې زنګ ووهئ. که تاسو په خپله ژبه کې یو ترجمان ته اړتیا لرئ، لطفا 450 131 ته زنګ ووهي.
د روغتیا وزارت ویبپاڼه (Department of Health’s website) د انګلیسي نه پرته په نورو ژبو (languages other than English) کې یو لړ مالومات شتون لري ترڅو خلکو سره مرسته وکړي چې ټولنې ته خطرات کم کړي.
د ژبې سرچینو کې نور مالومات په www.sbs.com.au/language/coronavirus کې موندلی شئ.
COVID-19 ازموینه (تست) او درملنه
حتی که تاسو ویزه نه لرئ، یا د خپلي ویزې د حالت په اړه ډاډه نه یاست، نو تاسو باید د عامې روغتیا لارښوونې تعقیب کړئ. که تاسو د مریضي احساس کوي او نښې يي ولرئ، مهمه نده چې څومره ضعیف هم وي، تاسو باید طبي پاملرنه وکړئ او د COVID-19 لپاره معاینه وکړئ.
تاسو ته نژدي د COVID-19 تنفسي کلینیک (COVID-19 respiratory clinic) ومومئ.
خوندي اوسي
- تل ښه حفظ الصحه تمرین کړئ، خپل لاسونه د 20 ثانیو لپاره په صابون او اوبو سره ومینځئ، خپل ټوخی مو پوښ کړئ، په خپلو سترګو، پوزې او خوله د لمس کولو څخه مخنیوی وکړئ.
- لږترلږه 1.5 متره ټولنیز واټن ساتل کله چې تاسو د کور څخه بهر وي.
- د فزیکي روغبړ لکه لاسونه ورکول، په غیژ کي نیول او ښکولو څخه مخنیوی وکړئ.
- اضافي پاملرنه تمرین کړئ که تاسو عامه ټرانسپورټ کاروئ.
- د ډیرو خلکو او لویو غونډو څخه ډډه وکړي.
- ځان ښه باخبره ساتي - یوازې باوري رسمي مالومات وکاروئ. د آسټرالیا د کورونا ویروس Coronavirus Australia موبایل تیلفون اپ ډاونلوډ کړئ ، د کورونا ویروس آسټرالیا واتس اپ خدمت Coronavirus Australia WhatsApp service کې ګډون وکړئ، او د وروستيو مالوماتو لپاره www.australia.gov.au وګورئ.
د زړو کسانو COVID-19 ملاتړي لیکه
د زړو کسانو COVID-19 ملاتړي لیکه زاړه آسټرالیایان ته خبر او د وصلولو څخه يي ملاتړ کوي.
ځینې زاړه خلک د COVID-19 څخه زیان منونکي دي مګر لږ له انټرنیټ سره وصل شوي او د خپلو شرایطو لپاره مالوماتو ته د لاسرسي لارو ته اړتیا لري. د زړو اشخاصو COVID-19 ملاتړ لیکه مالومات او ملاتړ چمتو کوي.
زاړه آسټرالیایان، د دوی کورنۍ، ملګري او ساتونکي کولی شي 866 171 1800 ته وړیا تلیفون زنګ ووهي که دوی:
- غواړئ چي له چا سره د COVID-19 د بندیزونو او د هغې د اغیزې په اړه وغږیږئ
- د یوازیتوب احساس وکړئ یا د خپل عزیز په اړه اندیښنه ولرئ
- د یو چا پاملرنه کوي مالوماتو ته یا له چا سره د خبرو لپاره اړتیا لرئ
- د زاړه پاملرنې خدماتو چې دوی يي ترلاسه کوي بدلولو په اړه مرستې یا مشورې ته اړتیا لري
- نوي د پاملرنې خدماتو یا لازمي توکو ته لاسرسي کې مرستې ته اړتیا لري لکه پیرودل (سودا اخستل)
- د ځان په اړه، یو ملګری یا د کورنۍ غړی چې په دماغي ناروغۍ (دیمینشیا) اخته وي اندیښنه ولرئ
- غواړي چې د خپل ځان یا بل کوم چا لپاره د یوځل یا منظم سالم ساتنې چکول تنظیم کړي.
زاړه آسټرالیایان، د دوی خپلوان، ساتونکي، ملګري یا ملاتړ کونکي کولی شي د سهار له 8:30 بجو څخه د ماښام تر 6:30 بجو د اونۍ په ورځو کې د هر مالومات یا خدماتو لپاره چې دوی ورته اړتیا ولري پدی شمیره 866 171 1800 زنګ ووهي.