شخص او کورني

د تقاعدی پیسو  (superannuation)خوشیول د وخت څخه مخکي

مستحق وګړی او مستحق موقتي اوسیدونکي به د خپل تقاعدی پیسو لپاره تر $10,000 ډالرو پورې لاسرسي ولري او د myGov له لارې آنلاین د 1 جولایی 2020 څخه مخکي غوښتنلیک کړلي شي.

د 1 جولایی 2020 تر 24 سپتامبر 2020، وګړي کولي شي د نورو $10,000 ته لاسرسي ولري.

خپل تقاعدی ته مخکی له وخت څخه لاسرسي به ستاسو د تقاعدی پر عاید اغیزه وکړي. د تقاعدی د ژر پیل کیدو غوښتلو څخه د مخه د مالي مشورې لاس ته راوړي.

د تقاعدی د وخت نه مخکی د خوشي کیدو په اړه نور مالومات په www.ato.gov.au/coronavirus وګوري، یا که تاسو غواړئ د ATO سره په خپله ژبه خبرې وکړئ، نو د ترجمانۍ خدمت (TIS National) ته په 50 14 13 زنګ ووهي.

د کور څخه نه ایستل

د ایالتي او سیمه ایز حکومتونو لخوا به د شپږو میاشتو لپاره به د کورونو څخه د ایستلو مخه ونیول شي. د کور مالکین او کرایه کونکي هڅول کیږي چې د لنډمهاله تړونونو په اړه وغږیږي. د نورو جزیاتو لپاره د خپل اړوند ایالت یا سیمې حکومت سره وګورئ.

د متقاعدینو لپاره د حد اقل د وتلو لپاره اختیارونه

د حساب پر اساس تقاعد او ورته محصولاتو لپاره حد اقل د وتلو لپاره 50% د 2019-20 او 2020-21 عایداتو کلونو لپاره راټیټ شوي، ترڅو د COVID-19 وبا ناروغۍ په پایله کې په مالي بازارونو کې د پام وړ زیانونو کمولو کې مرسته وکړي.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره www.ato.gov.au/drawdown وګوري.

د سیستم خوندي او منصفانه ساتل

په آسټرالیا کې د COVID-19 او نورو درغلیو کي د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. که تاسو فکر کوئ چې تاسو سره دغلباز اړیکه نیولي ده یا د بریښنالیک، SMS یا تیلفون زنګ په اړه شکمن یاست نو لومړی له موږ سره يي مالومه کړي.

د لا زیاتو مالوماتو لپارهwww.ato.gov.au/scams  وګوري.

که تاسو اندیښنه لرئ چې ستاسو مالیه یا تقاعدی مالومات غلا شوی او یا ستاسو له اجازې پرته کارول شوي وي نو تاسو باید:

  • که تاسی د  myGovحساب لری هغه وګورئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو جزیات لاهم سم دي

  • زموږ ده هویت پیژندنې ملاتړی مرکز سره په 033 467 1800 اړیکه ونیسئ ترڅو ستاسو د مالیې د هویت خوندي کولو کې مرسته وکړي.

که تاسو احساس وکړئ چي یو وګړي یا سوداګري سم کار نه کوي تاسی کولي شي په www.ato.gov.au/tipoff موږ ته خبر راکړئ.

د دولت تادیات او خدمات

د استرالیا خدمات (Services Australia) ممکن تاسو سره مالي مرسته وکړي حتی که تاسو د Centrelink څخه همدا اوس هم تادیه نه ترلاسه کوي. تاسو اړتیا نه لرئ د خدماتو مرکز ته لاړ شئ. تاسو کولی شئ زموږ د ځان خدمات (self-service) وکاروئ. تاسو کولی شئ ټولنیز کار کونکي ته هم لاسرسی ومومئ. که تاسو همدا اوس یو پیردونکی (customer) یاست، د کورونا ویرس (COVID-19) له امله زموږ په تادیاتو او خدماتو کې بدلونونه راغلي دي. د لا زیاتو مالوماتو لپاره په څو ژبو د servicesaustralia.gov.au/covid19 ته لاړ شي.