سوداګري

د ډندي ساتني غزیدل

د ډندي ساتني تادیه، کوم چې په اصل کې تر 27 سپتمبر 2020 پورې يي موده وه، اوس به د مستحقو سوداګریو (د ځان ګمارل شوي په شمول) او د غیر انتفاعی لپاره تر 28 مارچ 2021 پوري دوام کوي.

د راتلونکو بدلونونو د یو لنډیز لپاره مهرباني وکړئ treasury.gov.au/coronavirus/jobkeeper/extension ته مراجعه وکړئ.

د دنډي ساتني (JobKeeper) تادیات

د دولت لخوا د دنډي ساتني تادیات به ډیر استرالیایان په کار کي وساتي او د سوداګريو ملاتړ کوي کوم چي د کورونا ویروس له کبله د پام وړ اقتصادی اغیزمن شوي دي.

د معاش سبسیډي سکیم لاندې، کارکوونکی به د خپل کار ګمارونکي له لارې په دوو اونیو کې $1,500 (د مالیې د مخه) ترلاسه کړي.

کسبه کاران کولی شي د myGov حساب له لارې د ATO آنلاین خدماتو (ATO online services) ته لاسرسی ولری او د دنډي ساتني تادیاتو لپاره غوښتنلیک ورکړي.

سوداګرۍ او غیر انتفاعي سازمانونه کولی شي د خپل myGovID اپ په کارولو سره د سوداګرۍ پورټال (Business Portal) کې د دنډي ساتني تادیاتو لپاره غوښتنه وکړي (دا د myGov سره توپیر لري).

د بیلونو او معاشونو ادا کولو لپاره د نغدي پیسو عاید

تر $100,000 پورې د لنډ مهاله نغدي تادیات د مستحقو وړو او د منځنۍ کچې سوداګریو ته د دوام، د بیلونو تادیه او د کارکوونکیو د ساتني لپاره شتون شته لري.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره:

·د کارګماروونکي نغدی پیسو عاید پیاوړتیا (Boosting cash flow for employers)

روزنه او دنډه زده کړه (Apprentices and trainees)

د استرالیا حکومت په دوامداره ټوګه د استرالیا د مهارت لرونکي کاري ځواک د پرمختګ ملاتړ کوي او د مستحقو سوداګریو سره د دنډي زده کړی او د روزني کارکوونکیو د ساتلو لپاره د 50 فیصده معاش تر $21,000 پوري د سبسیدي مرسته کوي.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره:

·د روزنه او د ډندي زده کړی څخه ملاتړ (Supporting apprentices and trainees)

کریدیت او پورونه

د کورونا ویرس SME تضمین شوي نوی سکیم پدې مانا چې تاسو ممکن د راتلونکو میاشتو په اوږدو کې د ملاتړ کولو لپاره د برخه اخیستونکو پور ورکونکو څخه اضافي پورونو ته لاسرسی ومومئ.

حکومت به د پورونو لپاره د SME پور ورکونکو ته 50 فیصده تضمین چمتو کړي چې د کاري پانګې لپاره وکارول شي.

دولت د پور ورکونکیو لپاره د پور ورکولو مسؤل مکلفیتونو څخه معافیت وړاندې کوي کوم چې موجوده کوچني سوداګریزو پیرودونکو ته کریډیټ چمتو کوي.

دا معافیت د شپږو میاشتو لپاره دی او د سوداګرۍ موخو لپاره په هر ډول کریډیټ، پشمول د نوي کریډیټ ، د کریډیټ حد ډیروالی او د کریډیټ تغیراتو او تنظیمولو باندې تطبیق کیږي.

د سیمو او سکتورونو ملاتړ کول

حکومت د ټولنو، سیمو او صنعتونو ملاتړ لپاره 1 ملیارد ډالر ځانګړي کړي دي کوم چې د کورونا ویروس د ناروغۍ څخه خورا اغیزمن شوی. دا مرستې به د ناروِغي پرمهال د مرستې او د بیا رغونې سره د ملاتړ لپاره شتون ولري. سربیره پردې، دولت تر 715 ملیون ډالرو پورې د یوي بستي له لارې زموږ د هوایی صنعت سره مرسته کوي.

ستاسو په سوداګرۍ کې پانګونه

د فوري شتمنۍ ایسته کولو کچه (instant asset write-off threshold) حد د $30,000 څخه تر $150,000 پوري لوړ شوی د هغو سوداګریو لپاره چې کلنی عاید یې له 500$ ملیون ډالرو څخه کم وي.

که تاسو د خپل ګودام لپاره نوي تجهیزات یا د دوهم لاس ټراکټور اخلي، ستاسو سوداګري تر 31 دسامبر 2020 پورې د فوري شتمنۍ د ایسته کولو څخه ګټه اخستي شي.

د استهلاک ګړندي کمیدل (Accelerated depreciation deductions) به د مستحق سوداګرۍ لپاره د 15 میاشتنۍ پانګونې هڅونې نوښت له لارې هم شتون ولري.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره:

د وړ سوداګرۍ لپاره د فوري شتمنۍ ایسته کول (Instant asset write-off for eligible businesses)

د سوداګرۍ پانګه اچونې ملاتړ کول – د استهلاک ګړندی کمیدل (Backing business investment – accelerated depreciation)

دا هم وګوري: