توکمپالنه (نژاد پالنه / ریسیزم) د منلو وړ نده
که تاسو نژادي تبعیض، ځورونه یا کرکه وویني یا يي تجربه کړئ، مه یی زغمي، خپل غږ پورته کړي.
که تاسو د توکمپالني چلند قرباني یاست
- که چیرې پر تاسو برید یا له تاوتریخوالي سره مخ یاست، له پولیسو سره اړیکه ونیسئ.
- که چیرې تاوتریخوالی پکې دخیل نه وي، او که دا کار خوندي وي، نو تاسو ممکن دی وضعیت ته په خپله اقدام وکړي او د هغه شخص یا د ښکیل خلکو سره خبري پری وکړي.
- که مستقیم اړیکه وضعیت حل نکړي، یا تاسو د دي کار په کولو د راحتي احساس نه کوئ، تاسو کولی شئ د استرالیا د بشري حقوقو کمیسیون (Australian Human Rights Commission (AHRC)) ته شکایت وکړئ.
- د AHRC سره د شکایت درج کولو لپاره، www.humanrights.gov.au/complaints ته مراجعه وکړئ یا د AHRC ملي مالوماتو خدماتو ته په 419 656 1300 یا 9888 9284 02 زنګ وکړئ.
د لیدونکیو (ناظرینو) قوت
کله چې خلک د توکمپالنې شاهد وي او د دې پر وړاندې غږ پورته کړي، دا د په نښه شوي شخص سړه د ملاتړ احساس ورکوي، او کولی شي چي د توکمپالنې شخص په خپل چلند کي غور وکړي. خپل ځان په خطر کې مه اچوي. مګر که چیرې دا کار خوندي وي، غږ پورته کړئ او د قرباني شخص سره ودریږئ. حتی یو ساده اشاره کیداي شی پیاوړې وي.
که تاسو د توکمپالني چلند وویني تاسو کولی شئ:
- غږ پورته کړي - او ووایی چي دا توکمپالنه ده، او مرتکب شخص پوه کړی چې دا د منلو وړ نده
- د قرباني ملاتړ وکړئ - د هغه چا سره ودریږئ چې هدف ګرځیدلی وي او له دوی څخه وپوښتئ چې ایا دوی ښه دي
- شواهد واخلئ - پیښه په خپل تلیفون کې ثبت کړئ، د مرتکب عکس واخلئ او چارواکو ته یې راپور ورکړئ
د استرالیا د بشري حقوقو کمیسیون د لیدونکیو لپاره لارښوونې لري، د https://itstopswithme.humanrights.gov.au/respond-racism څخه لیدنه وکړي
نژادي تبعیض او ستاسو حقوق
په استرالیا کې دا د قانون خلاف دي چې د یو شخص یا ډلې د ګروپ، رنګ، قومي یا توکمي اصل پراساس په عام ځاي کي یو څه وکړي چې احتمال د سپکاوي، توهین، شرمول یا ویرول ولري. دا ډول چلند د توکمیز نفرت په توګه طبقه بندي کیږي.
د توکميز کرکې مثال کې شامل دي:
- په انټرنټ کې توکمیز توهينونکي مواد، په شمول د ایفورومز، بلاګونه، د ټولنیزې شبکې سایټونه او ویډیو شریکولو سایټونه
- په ورځپانه، مجله یا نورو خپرونو کې د توکمیز توهین کونکي نظرونه یا عکسونه لکه په بروشر یا کتابګی کي
- په عامه جلسه کې توکميز توهینونکي ویناوي
- په عامه ځای کې توکميز ناوړه تبلیغات، لکه په دوکان، د کار ځای، پارک، عامه ترانسپورت یا ښوونځي کې
- د سپورت په لوبو کي د لوبغاړو، نندارچیانو، مربیانو یا چارواکو لخوا توکمیز ناوړه تبلیغات.
قانون موخه لري چې په آزاده توګه د خبرو کولو حق ("د بیان آزادي") او د توکمیز نفرت څخه پاک ژوند کولو حق ترمینځ توازن رامینځته کړي. ځینې کړنې ممکن د قانون خلاف نه وي که دوی "په منطقي او ښه باور سره" ترسره شي.
نژادي تبعیض هغه وخت پیښیږي کله چې یو شخص د بل وګړي په پرتله په ورته حالت کې ورسره لږ مناسب چلند وشي ځکه چې د هغوی نسل، رنګ، نژاد، ملي یا توکمیز اصل یا د کډوال حیثیت، لکه یو کس ته د کور کرایه ورکول ردوي ځکه چې دا د یو ځانګړي توکمیز شالید یا د پوستکی رنګ څخه دي.
نژادي تبعیض داسي هم پیښیږي کله چې یوه قاعده یا پالیسي شتون ولري چې د هرچا لپاره یو شان وي مګر د یو ځانګړي نسل، رنګ، نژاد، ملي یا توکمیز نسل یا د کډوالۍ حیثیت په خلکو غیر عادلانه اغیزه لري، لکه د شرکت په وینا چې کارمندان یې باید د کار په ځای کي خولۍ یا د سر پوښاک په سر نه کړي، کوم چې احتمال لري د ځینې توکميز یا توکمیزو شالید لرونکو خلکو باندې غیر عادلانه اغیزه ولري.
که تاسو توکميز تبعیض یا نفرت تجربه کړئ نو تاسو کولی شئ د استرالیا د بشري حقوقو کمیسیون ته شکایت وکړئ. د شکایت پروسه ساده ، وړیا او انعطاف پذیره ده.
د استرالیا د بشري حقوقو کمیسیون سره شکایت ثبتولو لپاره www.humanrights.gov.au/complaints ته مراجعه وکړئ.
د ملی مالوماتو خدمت
د استرالیا د بشري حقوقو کمیسیون د ملي مالوماتو خدمت (National Information Service (NIS)) د افرادو، سازمانونو او کارګمارونکو لپاره د بشري حقوقو او تبعیض مسئلو په اړه مالومات او راجع کول چمتو کوي. دا خدمت وړیا او محرم دي.
NIS کولي شي:
- تاسو ته د فدرالي بشري حقوقو او تبعیض قانون لاندې ستاسو د حقوقو او مسؤلیتونو په اړه معلومات درکوي
- ستاسو سره خبري وکړئ چې ایا تاسو ممکن کمیسیون ته شکایت وکړي یا دا چې قانون ستاسو په وضعیت کې څنګه پلي کیدی شي
- تاسو ته د شکایت کولو د څرنګوالي په اړه مالومات درکوي، شکایت ته ځواب ووایی یا د مشخصوتبعیضي مسئلو سره معامله کول وي
- بل سازمان ته مو راجع کوئ چي ممکن ستاسو سره مرستې وکړي شي.
لطفآ په یاد ولرئ چې NIS د قانوني مشورې چمتو کولو توان نلري.
تاسو کولي شئ د NIS سره له دې لارې اړیکه ونیسئ:
- تیلفون: 419 656 1300 یا 9888 9284 02
- بریښنالیک: infoservice@humanrights.gov.au
- فکس: 9611 9284 02
- د ملي ریليي خدمت: 727 555 1300 (خبرې او اوریدل) یا internet-relay.nrscall.gov.au
د ژباړنې او ترجمې خدمت
د ژباړنې او ترجمې خدمت (Translating and Interpreting Service (TIS National)) د هغو خلکو لپاره د ژباړنې خدمت دي چې په انګلیسي خبرې نه کوي. د TIS ملي خدمتونه تر ډیري برخي غیر انګلیسي ژبیو ته وړیا دي.
- تیلفون: 450 131
- وګوري: www.tisnational.gov.au
مشوره او د روانی روغتیا هوساینه
یو نوي 24/7 د ملاتړ خدمت په ځانګړي ډول د خلکو سره د مرستي لپاره د COVID-19 وبا په وخت ټولو استرالیایانو ته وړیا چمتو شوي دي.
د ملاتړ خدمت ته د ویبپاڼي https://coronavirus.beyondblue.org.au/ له لاری لاسرسی درلودلي شي
د شخصي بحران او رواني روغتیايي ملاتړي خدماتو لپاره تاسي کولي شئ Beyond Blue ته په 348 512 1800 او د Lifeline ته په 14 11 13 سره هر وخت کي اړیکه ونیسي.
د ماشومانو د مرسته کرښه د 5 کلني څخه تر 25 کلني پوري وړیا خدمت دي. کوچنیان، تنکئ ځوانان او ځوانان کولي شي په 800 551 1800 هر وخت ورته زنګ ووهي.